د پروان ولایت سیمهييز چارواکي نن(سېشنبې د غبرګولي۳۰مه) وايي چې یو شمېر ناپېژاندو وسلهوالو تېره شپه د بګرام هوايي ډګر ۸ تنو ساتونکو باندې ډزې کړې او هغوی یې وژلي دي.
د بګرام ولسوال، عبدالشکور قدوسي طلوعنیوز ته وویل چې وژل شوي ساتونکي شپې مهال ۱۰:۳۰ کله چې د بګرام هوايي ډګر پر لور روان وو، د شاکای کلي په سیمه کې یې موټر تر برید لاندې راغلی او په کې سپاره ۸ تنه ساتونکي وژل شوي او ۲تنه نور ټپیان دي.
قدوسي وايي چې د پېښې ټول قربانیان د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
دی زیاتوي چې ټپیان د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.
د پېښې مسوؤلیت تر اوسه پورې کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اډه ده او د کابل ښار په ۲۰ کیلو مټرۍ کې پروت دی.