د وږي له ۱۸مې نېټې سره په ورته وخت کې په کابل کې د کتاب یو نندارتون جوړ چې جوړونکي یې د کتاب یوه لویه خپرندویه ټولنه او همدارنګه د بدلون غورځنګ دي.
د دغه نندارتون جوړونکي، په سترو مناسبتونو کې د داشان فرهنګي پروګرامونو پر لارې اچولو ټینګار کوي او هغه په داشان ورځو کې د ګډوډۍ د پای ته رسولو لپاره یوه نښه بولي.
فواد خان چې په اقتصادي برخه کې زده کړې کړي په دې اړه وايي:«د خپل طبعیت د پوهاوي د ځان پوهاوي لپاره راشئ کتاب پېرئ او وې لولئ.»
لیکوالان، هم د دې نندارتون لیدونکي او د کتابونو پېرېدونکي دي.
لیکوال محمد اکبر عشیق کابلي څرګنده کړه:«کهچېرې داسې بنسټونه پیدا کېږي چې په داسې ځانګړو ورځو کې، نندارتونونه په لاره اچوي چې خلک له ځانګړي تخفیف سره کولای شي کتاب وپېري، دا کار زما په اند، ډېر ښه کار دی.»
د نندارتون جوړونکي وايي، په هېواد کې په ځانګړو ورځو کې دا شان پروګرامونو ته اړتیا ده.
د دغه نندارتون یو جوړونکی وسیم امیري وايي:«د واټونو ګڼه ګوڼه، هېوادوالو ته د ستونزو رامنځته کول، پرېکړه مو وکړه چې دغو بېځایه ګرځېدو لپاره یو بدیل کهچېرې کېږي د لومړي ځل لپاره همدا کار موږ پیل کړو په راتلونکو کلونو کې، نور پروګرامونه، نور دوستان هم پیل کړي او فرهنګي کار وکړي.»
دا نندارتون یوازې یوه ورځ و؛ او د هر کتاب بیه ۴۰ په سلو کې ټیټه شوې وه.