د فاریاب ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د سیمې یوه کلینک کې د ماین چاودنې ښځه او خاوند وژلي دي.
د فاریاب د والي ویاند، احمد جاوید بیدار وايي، پېښه نن( دوشنبې د تلې۱۰مه) رامنځته شوې ده او له امله یې یو ډاکټر او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
ښاغلی بېدار وايي چې دا ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی وه.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.