د سمنګانو د پولیسو چارواکو نن دوشنبې (د تلې په ۲۴ مه) وویل چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، د طالبانو یو مهم غړی شفیع الله نیول شوی دی.
چارواکي زیاتوي چې شفیع الله نومي د دغه ولایت په د دره صوف پاین ولسوالۍ کې په څو ترهګریزو بریدونو کې مهمه ونډه لرلې ده.
چارواکو ویلي چې شفیع الله په لومړنیو څېړونو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
چارواکو د دغو عملیاتو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.