په تخار کې د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمه کې یوه نامسووله وسلهوال قومندان له خپلو کسانو سره یوه ښځه صحرايي محاکمه کړې ده.
له دغې محاکمې څخه په یوې خپرې شوې وېډیو کې لیدل کېږي چې څو سړي د ناوړه کلمو له تکرار سره دغه ښځه د خلکو په وړاندې وهي ټکوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، دغه صحرايي محاکمه هغه هم د حکومت د واکمنۍ لاندې سیمه کې، ډېره اندېښمنوونکې بولي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي په دې اړه وویل:«د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، هر ډول صحرايي محاکمه په کلکه غندي او د دغې مېرمنې محاکمه چې د حکومت د ولکې لاندې سیمه کې شوې، ډېره اندېښمنونکې ده. او موږ له حکومته غواړو چې د دغه کار عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»
په تخار کې ځايي چارواکي وايي، چې دغه ۲۲ کلنه مېرمن، د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د ربات همبین په کلي کې، صحرايي محاکمه شوې او د چاه اب ولسوال ته حکم شوی ترڅو د هغه عاملان ونیسي.
تراوسه د دغې مېرمنې د صحرايي محاکمې انګېزه روښانه نه ده. په همدې حال کې، د ښځو د حقونو ځينې دفاع کوونکي، د دغې مېرمنې صحرايي محاکمه غندي او دا د حکومت لپاره د شرم وړ بولي.
له دې سره جوخت د دین ځینې عالمان، صحرايي محکمه ناروا بولي او د دغې پېښې پر څېړنې ټینګار کوي.
د دین عالم بازمحمد رحماني په دې اړه وايي:«صحرايي محاکمې او په خپل سر اعدامونه په دین او شرعیت کې جواز نهلري او ناروا دي.»
د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ، د دغه ولایت له امنو سیمو څخه شمېرل کېږي؛ خو پوښتنه دا ده کله چې زورواکي او وسلهوال د قانون تر پښو لاندې کولو سره په ناقانونه کړنې لاس پورې کوي؛ ولې د قانون پلي کوونکي لاس په کار شوي نه دي؟
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون شمېرې ښيي چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې، په دغه بنسټ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښځو او نجونو د صحرايي محاکمې ۶ پېښې ثبت شوې دي.