د بهرنیو چارو وزارت په خبرپه شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي په مشرۍ پوځي او ملکي یو شمېر چارواکي پاکستان ته تلي دي، خو دا سفر پرته له دې چې کومه لاسته راوړنه ولري، پای ته ورسید.
دې سفر کې افغان پلاوي له خپلو پاکستاني سیالانو سره د سولې په اړه د افغانستان پاکستان عمل پروګرام پلي کولو باندې خبرې کړې دي.
دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یاد پلان د پلې کېدو مهال ویش په اړه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا سفر د روان کال د سلواغې په ۲۰مه او ۲۱ ترسره شوی دی.
دا افغانستان پاکستان د عمل پلان کې د سولې سره راوستل، له ترهګرۍ سره مبازره او د تاوتریخوالي کمول شامل دي.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې هېواد چارواکو له افغان چارواکو سره ښې خبرې اترې درلودې.
په اسلام آبام کې د دې ناستې موخه همداراز د کډوالو بېرته راستانه کېدل او اقتصادي پراختیا هم وه.
دا په تېره اوونۍ کې دوهمه ناسته ده چې د افغانستان پاکستان ترمنځ ترسره کېږي.
له لومړۍ ناسته کې د روان زیږدیز کال د فبروري میاشتې په ۳مه په کابل کې د خونړیو بریدونو وروسته ترسره شوه. د دې بریدونو مسوؤلیت طالبانو پرغاړه واخیست چې په ۱۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۵۰ تنه نور ټپیان شول.
پاکستان د دې بریدونو په تړاو د دوه اړخیزې څېړنې وړاندیز وکړ، خو کابل څرګنده کړه چې دا بریدونه د حقاني ډلې ترسره کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، محمد فیصل چې له افغانستان سره له خبرو اترو خوښ ښکاري په خپله توېټرپاڼه کې یې لیکلي دي:« پاکستان او افغانستان خبرو اترو ناسته ښه وه، یو شمېر هوکړې وشوې خو لا ډېر پرمختګ ته اړتیا ده.»
که څه هم چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ترهګرۍ سره مبارزې په اړه خبرو اترو پایله نه درلوده.