د امریکا متحد ایالاتونو د ۲۰۱۹زیږدیز کال لپاره په خپله ۴تریلیونه ډالره اعلان کړې بودیجه کې له ۳۳۰ میلیونه ډالرو زیاتې مرستې پاکستان ته هم په پام کې نیول شوي دي.
د امریکا بودیجه کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه اعلان کړی، په کې راغلي چې امریکا به پاکستان ته ۲۵۶ ملیونه ډالر غیر نظامي او یوازې ۸۰میلیونه ډالره نظامي مرسته ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن په دې وروستیوکې ویلي وه چې پاکستان د ترهګرو په ځپلو کې ناغیړي کوي امریکا هم پر دغه هېواد خپلې نظامي مرستې دروي.
په همدې حال کې د روانې زیږدیزې میاشتې په لومړیو کې د امریکا متحده ایالاتونو کانګرس پر پاکستان د غیر پوځي مرستو د بندولو هوکړه جوړه کړې وه او ویلي یې وو چې تر څېړنې لاندې ده.
انګېرل کېده چې د امریکا متحده ایالاتونه وروسته له دې چې پر پاکستان یې خپلې پوځي مرستې بندې کړې، اوس له دې هېواد سره خپلې ملکي مرستو بندول هم څېړي.
د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو ویلي وه چې له پاکستان ته ورکول کېدونکي پیسې به د امریکا په بنسټيزو پروژو ولګول شي.