دمیدان وردګو د بڼوالو او سوداګرو تېره ورځ(شنبې د کب۱۹مه) د دې ولایت مڼو ته د بازار نشتوالي په تړاو اعتراض وکړ. دوی د دغه ولایت د بڼوڼو حاصلاتو ته د بازار موندنې د ستونزو په هوارولو کې حکومت پې پامي تورن کړ.
دغه سوداګرو وایي چې په لسګونه ستونزو سره توانیدلي دي خپلې مڼې وساتي، خو اوس سره له دې چې د دغه ولایت مڼې له هېواد نه بهر ته نه صادریږي د حکومت د توکو د پیرلو په تړونو کې هم په پام کې نه دي نیول شوي.
دا بڼوال او سوداګر وايي چې مڼو د هرې یوې دې کڅوړې بیه ۱۰۰ افغانۍ ده چې شل سلنه لګښت یې هم نه پوره کوي.
یو تن سوداګر څرګندوي:«په ۳۰۰افغانۍ مې له باغ څخه اخیستي دي او اوس یې من په ۱۰۰افغانۍ خرڅوو، خو آن خلک یې په همدې بیه هم نه اخلي.»
بڼوال، امین خان وايي:«حکومت باید بالمثل عمل وکړي. لکه څنګه چې پاکستان زموږ مڼو ته اجازه نه ورکوي، زموږ حکومت هم باید د پاکستان میوو ته اجازه ورنکړي.»
بلخوا د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي پاکستان ته د مڼو د صادراتو د دریدو لامل د قرنطین پاڼو نشتوالي بولي او وايي چې دغه وزارت ټرانزیټي مڼو ته د قرنطین تصدیق پاڼې نه شي ورکولی.
که څه هم حکومت تېر کال پریکړه وکړه چې د توکو په پیرلو کې له کورنیو میوو ګټه واخلي، خو دغه سوداګر او بڼوال وایي چې په دولتي تړونو کې د کورنیو میوو پیرلو ته لومړيتوب نه ورکول کیږي.
مدني فعال، حکیم الله څرګندوي:«قراردادیان بهرنۍ مېوې اخلي. حکومت باید له دوی څخه څېړنه وکړي چې اخیستي مېوه یې بهرنۍ ده که کورنۍ.»
د میدان وردکو اوسېدونکی،احمدزی احمدي وايي:«دا زموږ د اعتراض پیل دی. کله چې زموږ غوښتنوته پام ونشي د میدان وردکو لار به وتړو او خپل اعتراضونه به زیات کړو.»
د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند، اکبر رستمي وايي:«د سړوخونو نشتوالي له کبله په ژمي کې زموږ مېوې او سبزي نه ساتل کېږي. کله چې لویې اته سړې خونې جوړې شي او هره یوه به د پنځو زرو مټریک ټنو ظرفیت ولري او په لسو ولایتونو کې ولایتي سړې خونې جوړوې شي، دا کولی شي چې د میوو ساتلو کې مرسته وکړي. کله چې سړې خونې زیاتې وي په هماغه اندازه موږ کولیشو چې د دولتې ادارو د اړتیا مېوه تامین کړو.»
اخوا د میدان وردګو ولایتو د ولایتي شورا یو شمر غړي وایي چې د دغه ولایت بڼوال نه یوازې دا چې له ډرو ستونزو سره مخ دي او حکومت یې د ستونزو په اوارولو کې بې پروا دی بلکې په خپل ورځني کارو بار کې د دولت له مخالفو وسلهوالو سره هم ډېرې ستونزې لري.
د ولایتي شورا غړی، شریفالله هوتک زیاتوي:«زموږ بڼوال په یوه ملک کې دوه ځله مالیه ورکوي. کله چې مڼې یې ټولې کړې، طالبانوته مالیه ورکوي او کله چې بازار ته د پلور لپآره راوړې بیا یې حکومت ته ورکوي.»