پوهان هڅه کوي چې «کیله» د یو ډول استوايي ناروغۍ څخه وژغوري چې په ټوله نړۍ کې کرنیز توکي پرې اخته کیږي.
د راپورونو له مخې دا ناروغي د پانامې څخه سرچینه راخیستي او دا یو ډول مرخړیزه ناروغي چې لومړۍ خاورې پرې اخته کیږي بیا کرنیز توکی، اوسمهال دا ناروغي افریقا، آسیا او منځني ختیځ کې شته ده.
پوهان اندېښنه لري چې که دا ناروغي د امریکا سویل د کیلو د صادراتو تر ټولو لویې برخې ته ورسیږي نو باید چې د کیلو له خوړلو لاس ومینځو.
داسې اندونه شته چې د ماداګاسکار په ځنګلونو کې وحشي کیلې له دې ناروغۍ ځان وساتل شي.
د دې هېواد کیلې چې په منځ کې یې لویې دانې لري، له ډېرو ناروغیو خوندي دي. خو ستونزه دا ده چې اوس مهال یواې په ماداګاسکار کې یوازې د دې کیلو پنځه ونې شته دي.
د کیلو ناروغي د ۱۹۵۰ زیږدیز کال څخه را په دې خوا پانامه کې پيل شوې ده.