په تاشکند کې د سولې په غونډه کې د پاکستان له ګډون وروسته، د پاکستان حکومت پر افغان طالبانو او په افغانستان کې پر نورو اورپکو د نړیوالو ګډ فشار غواړي. د دغه هېواد په باور ترڅو دغه ډلې خبرو اترو ته حاضرې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي دې ته اړتیا ته چې پر طالبانو نړیوال فشارونه زیات شي او دغه فشارونه به طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي.
نوموړی ادعا کوي چې پاکستان تل په افغانستان کې سوله غوښتې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو میز ته د طالبانو حاضرول د نړیوالې ټولنې مسوولیت بولي.
هغه په دې اړه وویل:«پاکستان په پرېکنده توګه په افغانستان کې د سیاسي شخړو حل د سیاسي لارې څخه غواړي او د خبرو اترو مېز ته د طالبانو راوستل او همدارنګه په افغانستان کې د سولې ټینګښت د نړیوالۍ ټولنې مسوولیت دی.»
له دې سره په ورته وخت کې، د نورو هېوادونو استازو د تاشکند غونډې په څنډه کې له ولسمشر غني سره لیده کاته کړي او له دغه بهیر څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.