د غزني امنیه قومندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو د نښتې په پایله کې ۱۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه نښتې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په ستارخېلو، محمود چمبر، عزت کلا او عباس کلا کې رامنځته شوې دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې په دغې نښته کې ۱۳ ترهګر ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې دغه نښتې له هغې وروسته رامنځته شوې، چې طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو دوه تنه ځواکونه کلابند کړي وو.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو نښتو کې یو تن سیمهییز پولیس او دوه پاڅون کوونکي وژل شوي او درې تنه نور یې ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې د طالبانو پنځه موټر سایکلونه او یو «بایفور» ډوله موټر د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.