Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر ۲ میاشتو د افغانستان د سولې په اړه د علماوو ستره غونډه جوړېږي

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک په جده کې د اسلامي همکاریو سازمان له مشرانو او د سعودي عربستان له چارواکو سره د افغانستان جګړې د پای ته رسېدو په تړاو لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د سولې عالي شورا وايي د اسلامي همکاریو سازمان په جولای میاشت کې د افغانستان په اړه د دیني عالمانو یوه غونډه جوړوي.

د سولې د عالي شورا ویاند احسان الله طاهري په دې اړه وویل:«د ټولو اسلامي هېوادونو علما په دغې غونډه کې ګډون کوي، د افغانستان نننۍ جګړه او سوله د اسلام له لیدلوري څېړي.»

اخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي د افغانستان کړکېچ په هوارۍ کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو ونډه اغېزناک بولي.

د ولسي جرګې غړی قاضي عبدالرحیم په دې اړه څرګنده کړه:«اسلامي هېوادونه هغه اسلامي او دیني مسوولیت چې لري، کولای شي د افغان دولت پر مخالفینو اغېزه ولري.»

د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي وايي دوی ډېرې هڅې کړي ترڅو د طالبانو یو شمېر قومندان د سولې خبرو ته چمتو کړي خو د ګاونډیو هېوادونو ځینې استخباراتي کړۍ اورپکو ته د وسلو په استولو سره د سولې خبرو مخنیوی کوي.

د سولې عالي شورا غړی قریب سادات په دې اړه څرګنده کړه:« څومره چې موږ د سولې لپاره زمینه برابره وو، هغه هېوادونه چې لاسوهنه کوي او همدارنګه هغه کسان چې د پردیو لپاره جګړه کوي، جګړه خپروي ترڅو دولت ورخطا شي هغه مسایلو ته رسېدنه نه شي کولای.»

ټاکل شوې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس له سعودي عربستان څخه اندونیزیا ته سفر وکړي او هلته د افغانستان ، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو د غونډې پر جوړېدو بحث وکړي.

شریک یي کړئ