د وګړو د احوالو ثبت اداره وایي چې تر راتلونکو څو ورځو به کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش یو مرکز پرانیستل شي.
د دې ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، که څه هم په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش وخت ته اړتیا لري، خو هڅه کوي دا لړۍ پراخه شي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه:«په نېږدې ورځو کې د وېش یو مرکز د کابل په یوې برخه کې به په فعالیت پیل وکړي.»
بل لوري د ولسي جرګې ځینو غړو او سیاسي فعالانو د یوې غونډې پر ترڅ کې د برېښنایي تذکرو وېش ناقانوني بللی او وایي دا کار قومونه سره بېلوي.
په داسې حال کې چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پيل په دې ورځو کې یو جنجالي بحث ګرځېدلی، خو د وګړو د احوال د ثبت اداره وايي هڅه کوي د تذکرو د ویش بهیر پراخ کړي.
بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي فعالان په یوه ناسته کې د حکومت دا کار ناقانونه بولي.
د ولسي جرګې غړی ظهیر سعادت په دې اړه وویل:«هیله ده چې له خپلو دغو ځانځانیو سره موږ مه بېلوئ، موږ خلک له یو بل سره وروڼه یوو او له حکومته غواړو چې د پېژندپاڼو وېشل دې ودروي.»
د ناستې برخوال په دې اند دي چې د برېښنايي تذکرو د وېش دوام به د افغانستان د قومونو ترمنځ د تفرقې لامل شي.
د افغانستان د سولې، عدالت او ازادۍ نهضت ویاند جاوېد کوهستاني په دې اړه څرګنده کړه:«د دغه کار دوام کړکېچ رامنځته کوي او له نړیوالې ټولنې غواړو چې دغې موضوع ته رسېدنه وکړي.»
سیاسي فعال رامش نوري هم وايي:«د حکومت دا کار پښتون له تاجیک او هزاره له ازبک او ټول قومونه له یو بل جلا کوي او قومي تفرقې لامل کېږي.»
له دې مخکې اجراییه رییس هم د برېښنايي تذکرو د وېش په بهیر توند غبرګون ښودلی او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.
د دې بهیر پيل د حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ یو ځل بیا اختلافات په ډاګه کړل.