د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولان وايي دوی په خپلو چارو کې له هر ډول لاسوهنې مخنیوی کوي.
اخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي په ټاکنیزو چارو کې هر ډول لاسوهنه به هېواد له کړکېچ سره مخ کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره د تګلارې د برابرولو خبر ورکوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظالله هاشمي په دې اړه وویل:«څومره خلکو نوملیکنه کړې دا د درغلۍ مخنیوی کوي او په دویم ګام کې دا چې د ټاکنو په قانون کې درغلي جرم ګڼل کېږي، چې عدلي او قضايي تعقیب لري.»
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي:«ډېری خلک د نوملیکنې په اړه ډېر بې علاقه دي او لامل یې دا دی چې په تېرو کې په کمېسیون کې هغه څه چې رامنځته شوي د دې لامل شوی چې خلک د دغه بهیر په اړه بې باوره شي.»
په داسې حال کې چې ولسمشر له دې مخکې د کمېسیون په کار کې هر ډول لاسوهنه رد کړې، د ولسي جرګې یو شمېر غړي حکومت په دوکې ورکولو تورنوي او وايي دا ډول چلند به هېواد له کړکېچ سره مخامخ کړي.
د ولسي جرګې غړی ظهیر سعادت په دې اړه وویل:«په ارګ کې ځينې کړۍ په ځانګړې توګه ولسمشر غواړي هغه کسان چې لږ تر لږه د ټاکنو په ترسراوي کې روڼتیا په پام کې لري هڅه کوي هغه له خپلې مخې لیرې کړي.»
د ولسي جرګې بل غړی محمد سرور عثماني هم څرګنده کړه:«دا هېواد د کړکېچ په لور ځي، د وېش احتمال یې شته لکه څرنګه چې د نورستاني نوم په تاریخ په تور لیکل شوی ستا د ټاکنو د رییس نوم به هم په تور او تورې لکې ولیکل شي او د قبر پرسر به دې خلک لاړې تو کړي.»
له دې سره په یو وخت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په شرایطو برابرو کسانو د نوملیکنې بهیر د دوام خبر ورکوي او وايي تراوسه څه باندې دوه نیم مېلیونه تنو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نومونه لیکلي دي.