د هندي رسنیو در راپور له مخې نن(یکشنبې د غبرګولي۱۳مه) په کشمیر کې د پاکستاني پوځيانو په ډزو کې دوو هندي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
هندي چارواکي وايي چې نښته سهار وختي د جمو په پرګوال اخنور سیمه کې وشوه.
د هند پوله ساتو ځواکونو افسر ویلي دي:«ناڅاپه ډزې لامل شوې چې دوه امنیتي سرتېرو ته زیان ورسیږي.»
دی زیاتوی چې دا کار لامل شو چې په پوله کې اوربند د ترپښو لاندې کېدو لامل شوی دی.
تېره اوونۍ دواړو خواوو د اوبند په اړه په اعلامیه کې وویل چې دواړو خواوو هوکړه کړط ده چې د ۲۰۰۳ زیږدیز کال د اوربند هوکړه به په بشپړه توګه پلې کوي او ډاډ به ترلاسه کوي چې نور دا هوکړه نه نقض کیږي.