د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې غړی، نجیب ترکی نن (سې شنبې د تلې په ۱۵مه نېټه) خاورو ته وسپارل شو.
نجیب ترکی څلور ورځې مخکې د ننګرهار جلال اباد ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله سخت ټپي شوی وو.
نوموړی ۲۹ کاله عمر درلود.
دغه ځوان لوبغاړي ډېرې شل اوریزې لوبې ترسره کړې وې.
ترکي په ۲۰۱۴ ز کال کې نړیوال کریکټ ته راغلی و.
دی توپ وهونکی او لوب ییز لوبغاړی و چې په ۱۲ شل اوریزو او یوې یوه ورځنۍ نړیوالو کرېکټ سیالو کې یې ګډون کړی و.