Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د کانګفو په سیالیو کې د ۵۰۰ تنو لوبغاړو ګډون

د کونګفو فډراسیون په کابل کې د سولې جام په نامه د دغې څانګې د سیالیو له ترسراوي خبر ورکړ.

په دغو سیالیو کې څه باندې ۵۰۰ لوبغاړو لوبغاړي حضور لري او د یو بل په وړانډې مسابقه کوي او په پای کې غوره څېرې د کابل منتخبې لوبډلې ته غوره کېږي.

د کانکفو سیالۍ د سې شنبې په ورځ د سولې جام تر نامه لاندې په کابل کې پيل شوې.

د کانګوف د فډراسیون رییس حبیب الله فایضي وايي چې په دغو سیالیو کې له ۷۵ کلپونو څخه ګډون کړی او په سني ډلو کې ماشومانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په برخه کې د کابل منتخبې لوبډلې ته د لار موندنې په پار سره سیالي کوي.

هغو کونګفو کارانو چې په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی دی د دا ډول سیالیو ترسراوی د لوبغاړو د ډېرې ودې لپاره ګټور ګڼي.

یو له لوبغاړو محمد احسان وايي:«د دا راز لوبو ترسراوی د لوبغاړو د وندې لپاره ډېر ګتور دی.»
 
دغه سیالۍ په داسې حال کې نن په پلاژمېنه کې پيل شوې چې د دغې څانګې مسوولان په نږدې راتلوونکې د هېواد د ۳۲ ولایتونو د ملي لوبډلې د کونګفتوا سیالیو له ترسراوي خبر ورکوي.

شریک یي کړئ