د افغانستان د قهرمانانو (اتلانو) لیګ په څلورمه لوبه کې چې تېر ورځ شنبې (د وري په ۷مه) کابل کې ترسره شوه، د کابل استقلال لوبډله وتوانېده چې د خوست اتلانو کلوب ته ماتې ورکړي.
دغه سیالۍ د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې جوړې شوې وې.
د استقلال لوبډلې روزونکی جواد جمال زاده وايي چې د خوست اتلانو کلوب غوښتل چې لوبه له استقلال سره مساوي کړي، خو د هغه لوبډله ونه توانېده چې بریا ترلاسه کړي او ماته یې ومنله.
هغه زیاته کړه:«موږ د ګول په وهلو او بشپړولو کې ستونزه لرو، خو دا ستونزه به د تمریناتو په پایله کې حل شي.»
د دغو لوبو په لړ کې به نن استقلال د پروان جبل السراج په وړاندې ډګر ته ورودانګي.
د افغانستان د قهرمانانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ تېره اوونۍ په کابل ښار کې له یو لړ مراسمو سره پیل شوې.
په دغه لیګ کې د هېواد له شپږو حوزو ۱۲ لوبډلې حضور لري او په درې ولایتونو کابل، هرات او مزارشریف کې به ترسره شي.
دغه سیالۍ د کابل په وقت څلور بجې خپرېږي.
د دغو سیالیو دویمه برخه به د وري له ۱۰ نېټې د شمال او شمال ختیځې حوزې د لوبډلو له ګډون سره به د بلخ ولایت په کوربه توب پيل شي.
د دغه لیګ د سیالیو لومړۍ برخه د کابل په کوربه توب ترسره کېږي.
د هېواد د فوټبال فډراسیون د چارواکو په وینا د دغو سیالیو اتله لوبډله چې وکړای شي د مسلکي کلب لازم معیارونه ترلاسه کړي، د کلبونو په کچه د اسیا اتلانو جام سیالیو کې به د افغانستان د لومړني استازي په توګه ګډون وکړي.