Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هند کې د کورونا نوې څپه او د کرېکټ غوره سیالیو دوام

په هند کې د کورونا ناروغۍ د اخته شویو او مړه شویو کسانو په شمېر کې له زیاتوالي سره، د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ مسوولین د دغه سیالیو پر دوام ټینګار کوي او وایي، چې د دغه لیګ دوام کولی شي د کورونا له امله د خلکو اندېښنې او ډار راکم کړي.

د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لوبډلمشر تېره شپه د پنجاب پر وړاندې د خپلې بریا وروسته په یوه پیغام کې له هند خلکو په ملاتړ ویلي، ټول به د دغې ناروغۍ پر وړاندې بریالي شي.

ای اون مورګن زیاته کړې: " تېرکال موږ په انګلستان کې په یوه اوږدمهاله قرنطین کې و او په دې فکر کې و، چې نور به ونه‌شو کړای په اوړي کې خپلې د کرېکټ لوبې وکړو خو؛ په ګډ کار او د دولت او انګلستان د کرېکټ بورډ په همکارۍ مو وکړای شو، چې دغې ناروغۍ ته ماتې ورکړو."

هغه زیاته کړې ده: " باید پوه شو، د نړۍ په هرځای کې چې یوو، که په یووالي سره د دغو ننګونو پر وړاندې مبارزه وکړو بریالي به شو. لکه،  ټولنیز واټن ته پاملرنه، د ماسک اغوستل موږ سره مرسته کوي څو خوندي پاتې شو."

د کرونا په داسې وضعیت کې د دغه لیګ سیالیو دوام د دغه هېواد د خلکو له نیوکو سره مخ شوی.

د دې تمه ځي، چې په هند کې د کورونا د پراختیا زیاتوالي سره به د دغه لیګ ډېری لوبغاړي په سیالیو کې ګدون ونه کړي، خو د هند د غوره لیګ سیالیو جوړونکو ویلي، چې د نیوکو ډېرېدو سره سره به دغه لیګ ته دوام ورکړي.

د یک‌شنبې په ورځ د دغه لیګ یوه جوړونکي رویټرز ته ویلي، دغه لیګ د کرونا د مخنیوي او ګواښونو کمېدو برخه کې ځینې کارونه کړي دي.

دغه لیګ د هند په احمداباد کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې غړي راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدراڼ د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې کې حضور لري.

په هند کې د کرونا د نوې څپې پراخېدو سره د هند د کرېکټ غوره سیالیو دوام له نیوکو سره مخ دی.

شریک یي کړئ