Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د منګولیا لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د منګولیا له ملي لوبډلې دویمه لوبه هم وګټله.

افغان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ اسیا ملتونو جام او د ۲۰۲۷ نړۍوال جام سیالیو ته د لار موندنې سیالیو په لومړي پړاو کې، نن (سه شنبه، د تلې ۲۵) منګولیا ته ۰-۱ پایلې سره ماتې ورکړه، او د لارموندنې سیالیو دویم پړاو ته یې لار پیدا کړه. 

دغه لوبه نن د کابل پر وخت له غرمې مخکې د منګولیا په کوربتوب ترسره شوه. 

د افغانستان په ګټه د بریا یوازینی ګول فرشاد نور د لوبې په دوهمه نیمايي کې وواهه. 

د یادو سیالیو لومړنۍ لوبه د افغانستان په کوربتوب په تاجیکستان کې ترسره شوه، چې هغه هم افغانستان د یوه ګول په وهلو سره ګتلې وه.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به د دغو سیالیو په دویم پړاو کې له هند، کویټ او قطر سره ولوبېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه