Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان۱۴کلنه لوبډلې د سوبروتو لوبو پای‎لوبې ته لار پیدا کړه

د افغانستان ۱۴ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډلې وروسته له دې چې د هند میزورام لوبډلې پر وړاندې بریا خپله کړه، د هند سوبروتو لوبو پای‎لوبې ته یې ځان ورساوه.

دا لوبه نن سهار(دوشنبې (د وږي۱۳مه) په هند کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې ۱۲۰ دقیقې پرته له ګول څخه تېرې شوې، خو په اضافي وخت کې د افغانستان لوبډلې وکولی شول د پنالټي ګولونو په وهلو سره لوبه په خپله ګټه ۵ د ۴ګولونو پر وړاندې پای ته ورسوي او په دې سره د دې لوبو لومړۍ نیمايي ته لار پیدا کړي.

د دې لوبو وروستۍ لوبه به چهارشنبې د افغانستان پر وخت د مازدیګر ۴بجې د هند چاندیګر او افغانستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تېر کال هم د افغانستان لوبډلې وروستۍ نیمه پای‎لوبې ته لار پیدا کړې وه، خو ه پای کې د بنګله‎دیش په پنالټي بریدونو کې یې ماته ومنله.

د افغانستان څوارلس کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډلې د هند په سوبروتو جام سیالیو کې وروستي پړاو ته لار پیدا کړه

شریک یي کړئ