د هېواد غوره معلول لامبوزن عباس کریمي په مکسیکو د معلولو په نړیوالو سیالیو کې چې د جریان لري، د ۵۰ مټر په برخه کې د سپینو زرو مډال ترلاسه او د نړۍ دویم مقام یې خپل کړ.
عباس کریمي د ۵۰ مټرو په برخه کې د سپینو زرو د مډال له ترلاسه کولو وروسته ټاکل شوې ده چې سبا (چهارشنبې د لیندۍ په ۱۵ مه) د ازاده ۵۰ مټره به برخه کې هم سیالي وکړي.
هغه همدارنګه چې ښه ځلېدلیو کولای شي د توکیو په ۲۰۲۰ پارا اولمپیک کې د افغانستان د دغو لوبو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مډال څېښتن کړي.