د بارسلونا کلپ اعلان کړی چې د دغه کلپ روزونکی ارنستو والورده یې له دندې ګوښه او پر ځای یې کیکه سټین ګومارلی دی.
وروسته له دې چې بارسلونا کلپ د اسپانیان سوپرجام نیمه پایلوبه کې د اتلتیکو مادرید پروړاندې له ماتې سره مخامخ شو، د والورده د ویستلو په تړاو ګنګوسې زیاتې شوې، او په پایله کې بارسلونا تېره شپه (د مرغومې په ۲۳مه نېټه) دا پرېکړه تایید کړه.
له دې پرېکړې وروسته، د ریال بټیس سرروزونکی، کیکه سټین تر ۲۰۲۲ زیږدیز کال پورې د روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.
والورده دوه کاله مخکې د بارسلونا مشري د لوېیس انریکه نه ترلاسه کړه او دا له ۲۰۰۳ کال راهیسې یعنې په تېرو اولسو کلونو کې داسې یو روزونکی شمېرل کېږي چې د بارسلونا کلپ له خوا له دندې ایستل کېږي.
نوموړی په داسې حال کې له دندې ایستل کېږي چې په دوو فصلونو کې یې د بارسلونا لپاره دوه د لالیګا پرله پسې اتلولۍ، یوه په حذفی جام او یوه هم د اسپانیا په سوپرلیک کې ترلاسه کړې دي.
خو د والورده لوبډله ونه توانېده چې په دې موده کې د اروپا اتلولۍ لیګ له نیمه پایلوبې پورته ولاړه شي.