د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د اسلامي هېوادونو یووالي سپورټي لوبې جمعه ماښام( د غويي۲۲مه) د اذربایجان په پلازمېنه، باکو کې د دې هېواد ولسمشر، الهام عليوف پرانیستلې.
دا مراسم د موسیقي، نڅا او آسلوبو سره پیل شول.
په دې مراسمو کې د افغانستان لوبغاړو کاروان تر ټولو لومړۍ خپل بیرغ ولېږداوه.
د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې د آذربایجان د ولسمشر مرستیالې، مهربان عليوه په دې مراسمو کې ټولو ته ښه راغلاست ویلي دي.
نوموړې ویلي دي:«نن اذربایجان د ټولو اسلامي هېوادونو کوربه دی، دا لوبې د اذربایجان پرمختګ لپاره نوی پړاو دی. موږ باید په خپلو ترسره شویو کارونو ویاړ وکړو او دا لوبې به نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې زموږ یووالی زموږ ځواک دی.»
په همدې حال کې دې لوبو کې له افغانستان څخه هم ۱۷ لوبغاړي د ووشو، جودو او لابمو په برخه کې ګډون کړی دی چې په ډله کې یې دوه معلولیتلرونکي لوبغاړي هم شامل دي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه په دې لوبو کې د کمو افغانو لوبغاړو ګډون، اقتصادي ستونزې بولي.
د یادې کمېټې ویاند، احسانالله نیرو څرګندوي:«په ټوله کې به ۳۰ لوبغاړي او روزونکي په دې لوبو کې ګډون وکړي. موږ چمتووالی درلود چې په دې لوبو کې ۱۱۰ لوبغاړي ګډون وکړي، خو د اقتصادي ستونزو له امله ۷۰ تنه له دې لوبو بېبرخې شول.»
د معلولیتلرونکو لوبغاړو له ډلې، نذیز احمد ناصري وايي چې باکو ته لوبو کې د ګډون زمینه د المپیک کمېټې آسانه کړې ده.
د اسلامي هېوادونو ترمنځ لوبې د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د ۶۰۰۰ لوبغاړو په ګډون چې له ۵۵ هېوادونو په ۱۵ برخو کې ګډون کړی وه، ترسره شوې.
ټاکل شوې وه دوهم پړاو یې ایران کې په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شي، خو لغو شوې، د لوبو درېیم دور په ۲۰۱۳ کال کې اندونیزیا کې ترسره شوې.
د اسلامي هېوادونو ترمنځ د لوبو فدراسیون د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې ده چې دا لوبې په ۲۰۲۱ کال کې ترکیه کې ترسه شي.