دننه په تالار او د اسیا د رزمي سیالیو په شپږمه ورځ، افغانستان بیا هم د ژېړو د مډال ګټونکی شو.
دغه مډال میرویس عمرخېل د کورش په سیالیو کې له یوې ماتې او دوه بریاو سره ترلاسه کړ.
میرویس عمرخېل، په سل کیلو ګرامه وزن او په خپله لومړنۍ لوبه کې وتوانېد چې خپل هندي سیال ته ۱۰- ۰ ماتې ورکړي او په خپلې دویمې سیالۍ کې د ترکمنستاني لوبغاړي په وړاندې هم بری ترلاسه کړ، او نیمه پای لوبې ته یې لاره پيدا کړه، خو په دغه پړاو کې، د ایراني لوبغاړي په وړاندې یې ماتې ومنله او وروستي پړاو ته یې لاره پیدا نه کړه.
همدارنګه د هېواد یوه بل لوبغاړي اجمل اسحاقزي په منفي ۹۰ کیلو ګرامه وزن او د غېږ نیونې څانګې په خپلې لومړنۍ لوبه کې خپل هندي سیال ته یې ماتې وکړه خو په بل پړاو کې، له ایراني غېږ نیونکي څخه یې ماتې وخوړه، او ونه توانېد چې مډال ترلاسه کړه.
په درې کسیز بسکټبال کې افغانستان د قطر په وړاندې ډګر ته ولاړ، خو دغه لوبه یې د ۲۲- ۸ په وړاندې سیالي لوبډلې ته وبایلله او همدارنګه په بله لوبه کې د سامورا په وړاندې یې هم د ۲۱-۱۸ په پایلې سره لوبه وبایلله او بل پړاو ته یې لاره پیدا نه کړه.
د دغو سیالیو د ۶ ورځې په پای کې افغانستان د یوه سرو، یوه سپینو او ۷ ژیړو مډالو په ترلاسه کولو سره د ۶۴ هېوادونو په منځ کې ۲۳ ځای خپل کړی، ترکمنستان د ۶۹ سرو، او په ټول کې د ۱۷۵ مډالونو په ترلاسه کولو سره لوړی او همدارنګه ایران د ۱۷ سرو او په ټول کې د ۶۶ مډالونو په لرلو سره دویم او ازبیکستان د ۱۶ سرو او په ټول کې د ۷۷ مډالونو په ترلاسه کولو سره درېیم ځایګی خپل کړی دی.