د هېواد د لوبغاړو، روزونکو او پلاوي یو ۱۱۹ کسیزه ډله دننه په تالار کې د اسیا د اتلولۍ د پنځمې دورې په لوبه کې د ګډون لپاره نن سهار ترکمنستان ته په سفر ولاړل.
د دننه په تالار کې د اسیا د اتلولۍ په لوبو کې، د افغانستان په استازیتوب په ۱۷ سپورټي څانګو کې له هغې ډلې موی ټای، تکوانډو، بسکټبال، جوجتسو، شطرنج، وزن پورته کونې او بایسکل ځغاستې کې ۲۱۵ لوبغاړي به حضور ولري.
ټاکل شوې ده چې د هېواد دویمه ډله، د شنبې به ورځ ترکمنستان ته سفر وکړي.