د افغانستان فوټبال د غوره لیګ سیالیو په دویمه لوبه کې د میوند اتلانو توپان هریرود ته ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د میوند اتلانو څلور د دوه په وړاندې توپان هریرود ته ماتې ورکړه. لوبه د میوند اتلانو ښه پیل کړه خو دا د توپان هیریرود لوبغاړي وو چې د لوبې په څلورمه دقیقه کې يې د حمیدالله کریمي په واسطه ګول ترسره کړ.
خو ۴ دقیقې وروسته علي نظري وتوانید چې توپان هیریرود په دوازه مساوي ګول ترسره کړي.
خو د لوبې په ۱۷مه دقیقه کې چې توپان هیریرود لوبډلې یو ځل بیا د امرالدین شریفي په مرسته ګول ترسره کړ چې پایله ۲ - ۱ شوه او د لوبې لومړۍ نیمايي هم پای ته ورسېده.
د دویمې نیمايي په ۴ دقیقه کې د توپان هیریرود ۱۷ نمبر لوبغاړی غلام نبي اسحاق زي د میوند اتلانو پرضد د خپل ټيم په ګټه ګول ترسره کړ.
خو دلوبې دغې مساوي کېدو ۲ دقیقي دوام پيداکړ فردین حکیمي وو چې درېیم ګول يي ترسره کړ.
د لوبې په ۸۷ مه دقیقه کې د میوند اتلانو له ټيم څخه امرالدین شریفي وو چې څلورم ګول يي ترسره کړ.
د لوبې په دوام سره توپ نور له دروازې تېر نه شو او لوبه د ۴ - ۲ پایلي سره د میوند اتلانو په ګټه پای ته ورسېده.
د دغو لوبو په دوام کې به د شنبې په ورځ د موج های امو لوبډله به د عقابان هندوکش له لوبه سره لوبه وکړي.