د اشی هارا کراټې افغان ډلې لوبغاړو د دې ورزش په شپږم پړاو لوبو کې نهه میډالونه وګټل.
دغه لوبې چې د قزاقستان په اکتاو ښار کې وشوې، ۳۰ ورزشکارانو پکې برخه اخیستې وهو چې افغان لوبغاړو پکې څلورم مقام خپل کړ.
افغان لوبغاړو له دې سیالیو درې د سرو زرو، یو د نقرې او پنځه د برنزو مډالونه ګټلي دي.
فیاض اندېش د منفي ۴۵ کیلو، عليرضا احسانزاده په منفي ۵۵کیلو او سید ناصر هاشمي په ۶۵ کیلو وزن کې د سرو زرو میډالونه وګټل او فرید اقا دور اندېش په منفي ۸۰ کیلو وزن کې د نقرې میډال خپل کړ.
د برنزو میډالونه هم شیر محمد مرادي په ازاد مثبت ۹۰ کیلو وزن، عبدالشاکري حمیدي په منفي ۶۰ کیلو وزن، محمد عمر صوفیزاده په ۷۵کیلو وزن، عباد محمدي په منفي ۵۵ کیلو وزن او محمتد جویا په منفي ۵۰ کیلو وزهن کې وګټل.