د افغانستان کریکټ غوره لیګ سیالیو په دوام کې تېره شپه(یک شنبې د تلې په ۱۵مه نېټه) دوې لوبې ترسره شوې چې ګډون کوونکې لوبډلې یې پکتیاـ ننګرهار او بلخ ـ کندهار لوبډلې وې.
دا سیالي چې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي، لومړۍ لوبه د پکتیا او ننګرهار لوبډله ترمنځ وه او پکتیا ننګرهار ته د ۲۱ منډو په توپير ماته ورکړه.
لوبه لومړۍ د پکتیا لوبډلې پیل کړه چې د ۸ لوبغاړو سوځېدو سره یې په شلو اورنو کې یې سیالې د ننګرهار لوبډلې ته یې د ۱۸۴ منډو هدف وټاکلو.
شهزاد د توپ وهنې په برخه کې ښه وځلید او ۵۲ منډې یې د پکتیا لوبډلې ته جوړې کړې.
ننګرهار لوبډلې په داسې حال کې چې ښه توپ وهنه یې پيل کړه خو ورکړ شوی هدف یې پوره نکړ او د ۲۱ منډو په توپیر یې ماته ومنله.
یادې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۶ لوبغاړي له لاره ورکړل او ۱۶۳ منډې یې ترسره کړې.
دوهمه لوبه کې کې د بلخ لوبډله وتوانېده چې کندهار لوبډلې ته د ۱۳ منډو په توپير ماته ورکړي. له دې بریا سره د نبي عسی خېل یاران وتوانیدل چې خپله لوبډله د نوملړ سر ته راولي.
په دې لوبه کې بلخ لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۵ ویکټو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډې جوړې کړې چې د توپ وهنې په برخه کې مونرو د ۴۶ منډو په ترلاسه کولو ښه وځلید.
پر وړاندې یې د کندهار له لوبډلې امیر حمزه ښه توپ وهنه وکړه او د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی یې وسوځولو.
خو په پای کې د کندهار لوبډله ونه توانیده چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۱۳ منډو په توپير سره یې ماته وخوړه.