د آزادو سپورټي لوبو افغان لوبغاړي سیر بهادرزاده نن(یکشنبې د غويي۲مه) د آزادو لوبو په لوی بنسټ کې له خپل برازیلي سیال، لوان چګاس سره لوبه وکړه چې په دوهم رونډ کې یې وروسته له ۲ دقیقو او ۴۰ ثانیو ناکاوټ کړ.
مخکې له دې ده خپل ۱۳ سیالان ناکاوټ کړي وو او دا یې ۱۴ ځل وه.
نوموړی په خپل سپورټي ژوند کې ۲۳بریاوې، ۶ماتې لري چې یوه لوبه یې هم مساوي کړې ده.
لوان چګاس هم تر اوسه پورې ۱۵ لوبې ګټلې، دوه یې بایللې او یوه یې هم مساوي کړې ده.
سیربهادرزاده په دې اړه وویل:«یو عالي احساس دی. دې لوبو ته د راتګ لپاره مې ستونزه درولده. د دوو درېیو اوونیو لپاره مې تمرین نشوو کولی. خو هغه مې له روزونکو پټ کړ. که پوه شوي وو چې داسې لویه ستونزه لرم نو لوبې ته یې نه پرېښودم.»
دا لوبې د نیوجرسي په ایالت کې لوی لوبغالي کي ترسره شوې چې د ۱۵ زرو کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.