دا کلب د یوه روزونکي لخوا جوړ شوی او د موخه یې د نجونو ترمنځ د سپورټ دودولو بولي. یاد کلب یوه وخت کې ۳۰ تنه په کې تمرین کولی شي.
دا لومړی ځل دی چې فاریاب کې د نجونو لپاره د بدن د ښکلا کلب جوړیږي.
د دې کلب مسوؤل، شاهولي پارسا وايي چې د کلب جوړولو د نجونو او ښځو ترمنځ د سپورټ بنسټيز کولو لپاره ډېر اړین وو او په دې ولایت کې ډېر شمېر ښځې او نجونې د یوه لوبغالي نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وې.
دی زیاتوي:"د خوښۍ ویاړ ځای دی چې نن مېرمنۍ په دې کلب کې سپورټ کوي او تمرین ته راځي."
د کلب یوه ګډونکوونکې په دې اړه وايي:"هر انسان سپورټ ته اړتیا لري او مېرمنې بیا زیات، مخکې له دې ولایت کې کوم کلب د میرمنو لپاره نه وه او وس چې دا کلب د نجونو او ښځو لپاره ډېر ښه دی، او هیله ده چې کورنۍ خپلو نجونو ته اجازه وکړي تر څو کلب ته راشي."
د فاریاب ولایت د سپورټ چارواکي څرګندوي چې د دې کلب له جوړېدو سره اوسمهال دېرې نجونې کولی شي په آرامه فضا کې سپورت وکړي او د ملي یووالي له حکومت څخه یې غوښتنه د نجونو لپاره نورو لوبغالو جوړول دي.