دغه لوبه نن ماښام (د جمعې په ورځ د تلې په ۲۰ مه) د هېواد د فوټبال فډراسیون شنه لوبغالي کې ترسره شوه.
په دغې لوبه کې د توپان هریردو لپاره محمد ذکرخېل د لوبې په ۱۹ دقیقه کې، رووف قادري د لوبې په ۲۹ مه دقیقه کې او رحمت الله د لوبې په ۷۵ مه دقیقه کې ګولونه ترسره کړل.
د دغې لوبې په پای کې، رووف قادري د فني کدر له خوا د لوبې غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د سیالیو په لړ کې ټاکل شوې ده چې سبا د سیپن غربازان او موج های امو لوبډلې سره بخت وازمايي.