د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو، د زېمبابوې د کرېکټ د ملي لوبډلې سره د لوبېدو د چمتووالي لپاره نن د ننګرهار په جلال اباد ښار کې خپل تمرینات پيل کړل.
د کرېکټ د ملي لوبډلې په تمریني پنډغالي کې، ۲۶ لوبغاړي شامل دي.
ټاکل شوې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله، د راتلونکي کال په فبرورۍ میاشت او اماراتو کې د زېمبابوې له کوربتوب سره پنځه یو ورځنۍ او دوه شل اوریزه لوبې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ لوبغاړي، باید ۲۰۱۸ کال په مارچ کې، نړیوال جام ته د لارې موندنې په سیالیو کې چې په زېمبابوې او د اتو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي هم ګډون وکړي.