Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له عمان سره د لوبې په درشل کې د بل افغان لوبغاړی مصدومیت

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لوبه نن(پنجشنبې د تلې په ۱۸مه نېټه) د شپې په اوه نیمو بجو د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام سیالیو د غواروي سیالیو په دریمه لوبه کې د عمان په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.

دغه لوبه کې دیوید نجم، حبارز شرزه او شریف محمد د ټپونو له امله نه شي کولای د افغان لوبډلې ملتیا وکړي.

تر دې وړاندې افغانستان خپلو تېرو دوه لوبو کې یوه ماته او یوه بریا ترلاسه کړي ده.

د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی انوش دستګیر په خبري ناسته کې د دې لوبې لپاره د هیواد د فوټبال لوبغاړو د چمتووالي خبر ورکوي.

د هیواد د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی، انوش دستګیر وایي:«له تېرو لوبو مو تجربه اخیستې او لوبه ښه شوې ده، هیله لرو چې په دې لوبه کې ښه لاسته راوړنه ولرو.»

دا په داسې حال کې دي چې په دغه لوبه کې د هیواد د فوټبال غړي هر یو دیوید نجم، جبار شرزه او شریف محمد د ژوبلیدو له امله په لوبه کې ګډون نه کوي.

د عمان د ملي لوبډلې روزونکی، ایروین کوي من زیاتوي:«‎زموږ موخه دا ده چې په بل بهیر کې لوبه وکړه له همدې امله موږ لوبه کوو ترڅو بریالي شو، زه ډاډمن یم چې زموږ لوبغاړو ډیر تمرینونه کړي او موږ پوهیږو چې څه باید وکړو.»

د ویلو ده چې د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې په تیرو دوو لوبو کې یو بری او یوه ماته لرله او ټاکل شوې د لړم په ۲۳ د هند او په ۲۸ هم د قطر په وړاندې لوبې وکړي.

شریک یي کړئ