افغن ولسمشر اشرف غني نن ګهیځ (شنبې د لړم په ۶ مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ شاهین اسمايي او میوند اتلانو له لوبغاړو سره ولیدل.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په دغې لیدنه کې ښاغلي غني دواړه لوبډلې وهڅولې او د افغانستان فوټبال غوره لیګ په شپږم پړاو کې د شاهین اسمايي اتلولي یې ور مبارک کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان فوټبال غوره لیګ د شپږم پړاو پای لوبه د میوند اتلانو او شاهین اسمايي لوبډلو ترمنځ تېره شپه (جمعه د لړم په ۵ مه) ترسره او ۳-۴ د شاهین اسمايي په اتلولۍ پای ته ورسېده.
دا په داسې حال کې ده چې شاهین اسمايي لوبډلې د افغانستان فوټبال د غوره لیګ په پنځم پړاو کې د میوند اتلانو ته ۱-۲ ماتې ورکړې وه او اتله شوې وه.