Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ماته نه منوونکي سیالیو کې د ملي پوځ د معلولو لوبغاړو وړیاړونه

په دغو لوبو کې چې د نړۍ د ۱۷ هېوادونو څخه معلولو لوبغاړو ګډون کړی وه، د افغانستان معلول لوبغاړي وتوانېدل چې یو د سپینو زرو او یو د برنزو مډال وګټي.

محمد عیسي اکبري چې د پاورلفټنګ په برخه کې د سپینو زرو مډال ګټلی وايي چې هغه دوه کاله او اتمه میاشتې وړاندې له ترهګرۍ سره په جګړه کې دواړه پښې له لاسه ورکړئ خو راتلونکې ته په هیله وه.

اکبري زیاته کړه:«زموږ د پرمختګ لپاره یوه شه تجربه وه ځکه چې په دغو سیالیو کې زموږ ډېرې تشې ډکې شوې او موږ نوي شیان زده کړل.»

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي چې د دغه وزارت له نورو لوړپوړو چارواکو سره د دغو لوبغاړو د هرکلي لپاره د حامد کرزي هوايي ډګر ته تللی وه چې افغان لوبغاړو ته وښيي چې یوازې د جګړې په ډګرونو کې نه بلکې د سپورټ په ډګر کې هم بریالي دي.

ښاغلي بهرامي څرګنده کړه:«هغه درې مډالونه چې ځانګړي شوي وو دوه یې د ملي پوځ معلولو لوبغاړو خپل کړل. د ملي پوځ دوه ته معلول لوبغاړي محمد عیسي او نصیر احمد وتوانېدل چې یو د سپينو او یو هم د برنزو مډالونه د افغانستان لپاره ترلاسه کړي.»

ماته نه موونکې لوبې له افغانستان، امریکا، انګلستان، اسټرالیا، نوی زیلاند، کاناډا، المان، فرانسې، هالنډ، اردڼ، اسټونیا، عراق، اوکریین، جورجیا هېوادونو څخه کابو ۵۵۰ معلولو امنیتي ځواکونو په ګډون او د کاناډا په کوربه توب ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې، د هېواد ۷ معلولو لوبغاړو له بشپړ چمتووالي سره ګډون کړی وه.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د معلولو سرتېرو ګډون په واقعیت کې له ترهګرۍ سره د سرتېرو مبارزې ته درناوی دی.  

شریک یي کړئ