د افغانستان کرکټ لوبډله به سبا دوشنبه د سکاټلنډ پر وړاندې یوه ورځنیو لوبو کې میدان ته ولاړه شي او بد یادو دواړو لوبډلو ترمنځ به بله لوبه د رانلونکې چهارشنبې پر ورځ وي.
د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼې د هغو لوبغاړو نومونه هم خپاره کړې دي چې له سکاټلنډ سره به لوبه وکړي.
د دغه لوبې په اصلي جوړښت کې به محمد شهزاد، اصغر ستانکزی، شاهپور ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، محمد نبي، رحمت شاه، سمیع الله شینواری، راشد خان، گلبدالدین نایب، دولت ځدراڼ، حمید حسن، میرویس اشرف، جاوید احمدی، نجیب الله ځدراڼ او امیر حمزه هوتک شامل وي.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې افغان کرکټ ملي لوبډلې روان کال کې په ۲۰ اوریزو لوبو کې ښې لاسته راوړنې درلودې.
په دې اړه مو اندونه