Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان کرکټ ملي لوبډلې په انټرکانټینینټال لوبو کې هالنډ ته ماته ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په انټرکانټینینټال لوبو کې هالنډ ته ماته ورکړه او له دې بریا سره د یادو لوبو د نوملړ په سر کې راغله.

افغان لوبډلې ۳۶ منډو په توپير سره هالنډ له مخې لېري کړ او اتلولۍ ته یې ځان یو ګام مخکې کړ.

له دې سره د هېواد کرکټ لوبډلې ۲۰ امتیازه ترلاسه کړل او همداراز یې په نړیوالو لوبو یوه ورځنیو لوبو کې له لومړۍ درجې لوبډلو سره د لوبو موکه هم.

د دغو لوبو په لومړۍ برخه کې هالنډ لوبه پیل کړه او ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یې ۱۷۷ منډې ترلاسه کړې، خو افغانستان په لومړۍ برخه کې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یې ۳۱۲ منډې ترلاسه کړې او له هالنډ څخه د ۱۹۵ منډو په توپير مخکې شو.

په دې لوبو کې حشمت‎الله شهید۸۳ منډې، رحمت‎شاه ۵۱ او ناصرجمال ۴۳ منډې د افغانستان لپاره ثبت کړې.

د هالنډ کرکټ لوبډلې په دوهمه برخه کې بیا هم لوبه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یې ۱۵۹ منډې جوړې، خو افغان لوبغاړو د ۳۶ منډو په توپیر سره د دغې لوبې ګټونکي شول او له دې سره یې څلور ورځنۍ نړیواله لوبه وګټله.

په دې لوبه کې خان پکتین ۴، دولت ځدراڼ ۳، میرویس اشرف۱ او محمد نبي عیسی‎خېل هم له هالنډ لوبډلې وېکټې واخیستې.

په دې سره افغان لوبډلې په دې لوبو کې ۲۰ امتیازه ترلاسه کړل او د دغو سیالیو په سر کې راغله.

افغان کرکټ ملي لوبډله به د دغو لوبو په دوام له اېرلنډ او اماراتو سره لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په انټرکانټینینټال لوبو کې هالنډ ته ماته ورکړه او له دې بریا سره د یاد

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه