د افغانستان روشن د غوره لیګ د سیالیو په پنځم پړاو کې د توپان هریردو لوبډلې دوه صفر شاهین آسمايي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دواړو لوبډلو لوبه بریدیزه پیل کړه د لوبې تر ۷۳ دقیقې هېڅ لوبډله ونه توانېده چې د یو بل دوازې پرانیزې.
بالاخره د توپان هریرود لوبغاړي فردین حکمي د خپلې سیالۍ لوبډلې دروازه پرانسته.
شاهین اسمايي د ګول وهلو هڅه کوله چې د دغه ګول څخه د ۱۲ دقیقې وروسته هغوی یو بل ګول هم وخوړ او دا ګول د رحمت الله رحیمي له خوا ترسره شو چې له دې سره لوبه ۲-۰ د توپان هریرود په ګټه پای ته ورسېده.
توپان هریرود او شاهین اسمايي د افغانستان روشن غوره لیګ دوه پیاوړې لوبډلې دي چې د دغه لیګ په تاریخ کې څلور ځله سره مخامخ شوې دي چې دوه ځلې توپان او دوه ځلې شاهین اسمايي بریا ترلاسه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه