Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د پنځم پړاو لوبې نن رسماً پیل شوې

په دغه مراسمو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه هېوادوالو ګدون کړی و او د دوی په منځ کې د مېرمنو او نجونو حضور لا زیات وه.

د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې د سپين غر بازانو او سیمرغ البرز لوبډلو سره لوبه وکړه.

افغانان په وروستیو کلونو کې تل له ډول ډول شرایطو سره مخامخ کېږي خو د فوټبال په دغه لوبه کې بل ډول احساس لري.

زیات شمېر خلکو د هېواد له بېلابېلو برخو ځانونه پلازمیني ته رسولي ترڅو د فوټبال د غوره لیګ د پنځم پړاو سیالۍ له نږدې وګوري. زیات شمېر مېرمنې هم د دغو لوبو لیدلو ته راغلې دي.

یوه تنه ننداره کوونکې آزیتا وايي:«موږ راغي یوو چې په دغو لوبو کې څوک لومړۍ مقام خپلوي او د سپین غربازانو لوبډله ښه لوبډله وه چې تېر کال وتوانېده،د شاهین آسمايي له لوبډلې څخه لومړی مقام ترلاسه کړي.»

بله ننداره کوونکې آرین برومند هم زیاته کړه:«نن ډېره خوشحاله یم د دې لپاره چې زموږ لوبډله نن ګټوونکې شي او پر ځان او پر افغان ملت ډېره ویاړم چې نن زموږ په افغانستان کې داسې خپرونې ترسره کېږي.»

پرانیستونکي مراسم له ولولو او خوښیو ډک وو.

سندرې غاړې آریانا سعید وویل:«په ټول کې سپورټ،په ځانګړې توګه فوټبال په افغانستان کې،واقعاً خلکو ته یې بې پایلې خوښۍ راوړي دي او فکر یې له جګړې او ټولو ستونزو څخه د څو دقیقو لپاره لیرې کړې دی چې واقعاً ډېر د خوښۍ ځای دی. او ډېره خوشحاله یم چې د افغانستان فوټبال ورځ په ورځ پرمختګ کړی او خلک له فوټبال او لوبغاړو څخه ملاتړ کوي. »

دغه سیالۍ په هېواد کې د نورو ډول ډول سیالیو پرخلاف ګټل یا بایلل یې په خلکو کې د مخالفت لامل نه کېږي، بلکې تجربې ښودلې ده چې ورزش تل په افغانانو کې د وحدت او یووالي لامل شوی دی.

په دغه مراسمو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه هېوادوالو ګدون کړی و او د دوی په منځ کې د مېرمنو او نجونو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه