د هېواد د کرېکټ لوبډلې په خپلې څلورمې یو روځنۍ نړیوالې لوبه کې د ایرلنډ لوبډلې ته د دغه هېواد په بلفسټ لوبغالي کې د ۷۹ منډو په توپیر سره ماتې وکړه.
دغه لوبه د افغانستان په توپ وهنې سره پیل او ملي لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۰ منډې یې د ایرلنډ لپاره هدف وټاکه.
په دغې لوبه کې راشد آرمان او نبي عیسی خېل هر یو په خپل وار سره ۶۰ او ۵۰ منډې د افغانستان ملي لوبډلې ته ترلاسه کړې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باران د اورښت له امله ترسره نه شوه خو دویمه لوبه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۳۹ منو په توپیر سره په خپلې بریا سره پای ته ورسوله، خو بیا په درېیمې لوبه کې ایرلنډ د ۶ ویکټو په لرو سره افغانستان ته ماتې ورکړه.
د ایرلنډ په وړاندې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډله د پنځمې لوبې له پای ته رسېدو څخه وروسته هالنډ ته سفر کوي او د انټر کانټيننټال په جام کې د هالنډ په وړاندې په څلور ورځنیو لوبو کې به ډګر ته ولاړه شي.
په دې اړه مو اندونه