Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بایسکل ځغاستو له خوا د هېواد د خپلواکۍ د ۹۷کلیزې لمانځنه

د بایسکل ځغاستې په یوې سیالۍ کې،چې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې په مناسبت، په کابل کې د ۲۰ کیلو مټره په واټن ترسره شوې وه،معصومه علي زاده لومړۍ،زهرا علي زاده دویمه او رخسار هم درېیمه شوه.

دغه سیالۍ د استاد برهان الدی رباني له پوهنتون څخه پیل او له ۲۰ کیلومټرو واټن مزل کولو څخه د پغمان په تاق ظفر کې د معصومې علي زادې په اتلولۍ سره پای وموند.

معصومه علي زاده وايي:«د داشان سیالیو په لاره اچول کولای شي چې د نجونو بایسکل ځغاستو په ودې او د فني مهارتونو پر زیاتوالي مثبته اغېزه وکړي او په ضمن کې،ډېری کورنۍ په ورزش باورمندې کېږي او کولای شي چې خپلې لورګانو ته اجازه وکړي چې ورزش وکړي.»

په دغو سیالیو کې ۱۰ غوره بایسکل ځغاستو د کابل،بلخ،بامیانو ولایتونو څخه ګډون درلود.

له بلخوا په یوې بلې سیالۍ کې د پنجشیر ولایت باسیکل ځغاستي لومړی،له بلخ څخه انیس نعیمي او احسان الله کندهاري دویم او دریېم مقامونه خپل کړل.

دغه سیالۍ د ۳۰ کیلومټرو په واټن د هېواد د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې په مناسبت په لاره اچول شوې وې.

دغه سیالۍ له دارالامان څخه پیل او د ۳۰ کیلومټره واټن له مزل کولو څخه وروسته په طاق ظفر کې پای ته ورسېدې.

د بایسکل ځغاستې د فډراسیون رئیس صادق صادقي وویل:«چې د دغو سیالیو له ترسره کېدو څخه موخه په ولایتونو کې د بایسکل ځغاستو وده ده چې غوره بایسکل ځغاستي  پلازمېنې ته راغلي او په یو لړ سیالیو کې د کابل بایسکل ځغاستو ترڅنګ خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي.»

ویل کېږي چې په دغو سیالیو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه کابو ۳۰ نرینه بایسکل ځغاستو ګډون درلود.

د اړوند رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د بایسکل ځغاستې په یوې سیالۍ کې،چې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې په مناسبت، په کابل کې د ۲۰ کیلو مټ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه