د هېواد ساحلي فټپال ملي لوبډلې نن(یکشنبې د کب۱۵مه) د چین لوبډلې ته په مقدماتي نړیوالو لوبو کې چین ته ماته ورکړه.
په دې لوبه کې د افغانستان لوبډلې غړي، روؤف په دې بریا کې مهم رول لوبولی چې درې ګولونه یې ترسره کړل.
په دې لوبو کې د هېواد لوبډلې په خپله دوهمه لوبه کې چین ته ماته ورکړه د دې لوبو ګډونکوونکو ته یې ښکاره کړه چې افغانستان هم د اتلولی لپاره لوبه کوي.
په دې لوبه کې سیمعالله محمدي هم دوه ګلونه ووهل او دوه پاتې ګولونه هم زینالدین او وحید ترسره کړل.
مخکې له دې د افغانستان ساحلي فټبال لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې ۵- ۳ مالیزیا ته ماته ورکړې وه.
د افغانستان لوبډله به په دې لوبو کې خپله درېیمه لوبه له ایران سره ترسره کړي.