افغان کرکټ لوبغاړي نن شنبه (د چنګاښ۲۰مه) د اېرلنډ پر وړاندې خپله یوه ورځنۍ لوبه کوي او په ترڅ کې به افغانستان او اېرلنډ ۵یوه ورځنۍ لوبې ولري.
افغانستان تر اوسه په ۵۰ اوریزو لوبو کې ښې لاسته راوړنې درلودې چې کولی شي د افغانستان کرکټ لوبغاړو لپاره یې ښه موکه برابره کړې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د نړۍ په ۱۰ غوره لوبډلو کې د ۵۱امتیازو په درلودو ولاړه ده، په داسې حال کې چې د اېرلنډ ټيم په دې ډله کې له ۴۱ امتیازو سره ځای لري.
افغانستان که له اېرلنډ سره لوبه وګټي نو په یاد کتار کې به پر خپل ځای پاتې شي او که لوبه اېرلنډ وګټي نو افغانستان به ترې شا ته شي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي د اېرلنډ پر وړاندې د افغانستان د بریاليتوب چانس زیات دی، ځکه محمدشهزاد د سکاټلنډ پر وړاندې ښه لوبه کړې او د غوره لوبغاړي په توګه پېژندل شوی.
ټاکل شوې ده له اېرلنډ سره په لوبه کې اصغر استانکزی، امیز حمزه، دولت ځدراڼ، ګلبدالدین نائب، حمید حسن، جاوید احمدي، میرویس اشرف، محمد نبي، محمد شهزاد، نجیبالله ځدارڼ، نورعلي ځدارڼ، رحمت شاه، راشد خان، سمیعالله شینواری، شاهپور ځدارڼ و یمین احمدزی ولوبیږي.
په دې اړه مو اندونه