د پنجاب ۱۴ کلنو لوبغاړو د فوټبال لوبډله په خپله وروستۍ ډلهییزه لوبه کې د افغانستان ۱۴ کلنو فوټبال لوبډلې سره له لوبې ډډه وکړه چې په پایله کې یې دا لوبې درې د صفر پر وړاندې د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې.
د هېواد لوبډلې په دې لوبو کې ۱۴ بریاوو په ترڅ کې ۳۶ ګولونه ووهل، په داسې حال کې چې هېڅ ګول هم د افغانستان لوبډلې دروازه ونه ټکوله، او د ۱۲ امتیازونو سره یې نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه.
د هېواد لوبدلې مخکې له دې سریلانکا ته ۲۲ د صفر پر وړاندې ماته ورکړې وه او په دوهمه لوبه کې د هند چارتېزګر لوبډلې ته درې د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
افغان لوبډلې د ډلهییزو لوبو په درېیم پړاو کې د پنجاب بي.بي.اس لوبډلې پر وړاندې میدان ته ولاړه چې یادې لوبدلې ته یې ۸ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
په دې سره د افغانستان لوبډلې د څلورو پرله پسې بریاوو سره د څلورمې ډلې نوملړ کې لومړۍ ځای خپل کړ او نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.
په دې اړه مو اندونه