د افغانستان روشن غوره لیګ سیالیو په درېیمه اوونۍ کې سیمرغ البرز له ځان څخه وړتیا وښوده او څلور یو موج های امو ته یې ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې د سیمرالبرز لوبدلې لوبډلمشر منیر الحق ندیم ښه وځلېد او د خپلې لوبډلې لپاره یې دوه ګولونه ترسره کړل.
لوبه د موج های امو له بریدونو سره پیل شوه او دغه لوبډله وتوانېده چې د لوبې په لومړۍ دقیقه کې د ین مسعود قاضي زاده په واسطه ګول ترسره کړي.
سیمرغیانو د خوړلي ګول د جبران لپاره ډېرې هڅې وکړې ترڅو د لوبې په ۲۱ دقیقې کې د یوې پنالتي صاحب شول او فیاض عزیزي د خپلې لوبډلې لپاره مساوي ګول ترسره کړ.
د لوبې په ۴۵ دقیقه کې هدایت الله احمدي په تېروتنې سره یو کارنر خپلې دروازې ته دننه کړ چې د لوبې لومړۍ نیمه ۲-۱ د سیمرغ البرز په ګټه پای ته ورسېده.
د دویمې نیمې په پيل سره منیرالحق ندیم وتوانېد چې د خپلې لوبډلې لپاره درېیم ګول ترسره کړي.
د لوبې په ۸۵ دقیقه کې منیرالحق ندیم بیا هم وتوانېد چې خپل دویم او د لوبډلې لپاره څلورم ګول ترسره کړي او لوبه ۴-۱ د سیمرغ البرز په ګټه پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو په دوام کې او د پنجشنبې په ورځ د توپان هریرود لوبډله د میوند اتلانو په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ننوځي.
په دې اړه مو اندونه