افغان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی لالچند سیتارام راجپوت یې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي په توګه ګمارلی دی.
۵۴ کلن راجپوت د هند په ملي لوبډلې کې د لوبیدو سربیره د هندوستان ملي ۱۹ کلنې او ۲۳ کلنې لوبډلې روزونکي په توګه پاتې شوي چې د دوه کلن هوکړهلیک له مخې د ۴۶ کلن انضمامالحق د ملي کرکټ لوبډلې پخواني روزونکي پر ځای وګمارل شو.
راجپوت په ممبی کې نړۍ ته راغلی.
ده د هند د کرکټ ملي اکاډمۍ د مسوؤل په توګه هم کار کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ رئیس نسیم الله دانش خبرې ناستې ته وويل چې راجپوت د ښو تجربو درلودونکی روزونکی دی او له ملي لوبډلې سره د نوموړي ملتیا به مثبت تغیرات راوړي.
ده زیاته کړه:«ښاغلي راجپوټ په دغه هېواد کې دغور لیګ په ترڅ کې د هند ۱۹ کلنو مومبي ډلې روزنه پر غاړه درلوده.»
په دې خبري ناسته کې د افغانستان د کرکټ بورډ نوي مشر له افغانستان څخه د باور له امله مننه وکړه او ویي ویل، هغه استعدادونه چې د افغانستان د کرکټ په لوبډله کې دي نو زه یې راتلونکی روښانه ګورم.
مخکې له دې انضمامالحق د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی وه چې له یوه کاله یې د افغانستان ملي لوبډله روزله، د هغه تر روزنې لاندې افغانستان په نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې مهمې لاسته راوړنې درلودې.
په دې لوبو کې افغانستان یوازېنۍ لوبډله وه چې د دغو لوبو اتلې لوبډلې ته یې ماته ورکړه.
په دې اړه مو اندونه