د افغانستان روشن غوره لیګ د پنځم پړاو سیالیو کې نن موج های آمو عقابان هندوکش ته ۱-۰ په پایلې سره ماتې ورکړه.
موج های آمو لوبه بریدیزه پیل کړه او دغه لوبډله ډېر ژر ګول ته ورسېده.
د لوبې په درېیمه دقیقه کې لعل پادشاه کروخېل د افغانستان روشن غوره لیګ تر ټولو لومړنی چټک ګول ترسره کړ او د عقابان هندوکش دروازه یې پرانیسته.
له دغه ګول څخه وروسته عقابانو خپل بریدونه پیل کړل چې د لوبې په ۱۷مې دقیقې کې ګول ته ورسېدل چې دا ګول د آفساید له امله ونه منل شو.
د لوبې په اضافي وخت کې عقانان هندوکش ته ښه فرصت په لاس ورغی خو د عمران ولي زاده ضربه د دروزاې په ستنې ولګېده او لوبه یو صفر د طاهر منوري د شاګردانو په ګټه پای ته ورسېده.
د دغې لوبې په پایله کې،محبوب الله کاکر د موج های امو دروازه ساتونکی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په دې اړه مو اندونه