د هېواد دغه غوره لوبغاړۍ ۲۳ کاله وړاندې د ننګرهار ولایت سرشاهي په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
ظاهري په برازیل کې د حضور لپاره د غواروۍ په سیالیو کې د ۱۰،۷۵ ثانیو کې د نورو څخه ژر د وروستۍ کرښې څخه تېر او د ۲۰۱۶ ریو اولمپيک ته روان شو.
د ځغاستې په برخه کې د هېواد دغه لوبغاړی د ځغاستې لومړني پړاونه یې د کډوالۍ په پېر کې د پاکستان د پېښور په اسلامي پوهنتون کې زده او ۱۰ کاله یې په نوموړي هېواد کې ژوند کړی دی.
ظاهري یو مټر او ۷۵ سانتي ونه او ۷۱ کیلوګرامه وزن لري.
دا د هېواد درېیم غوره لوبغاړی کېږي چې د هېواد د ملي لوبډلې له غړیتوب سره په بهرنیو سیالیو کې ګډون کوي.
وهاب له هغه مهاله چې د ځغاستې په برخه کې د هېواد د ملي لوبډلې غړی دی یوازې یوځل یې په بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی دی چې هغه هم په هند کې د سوېلي اسیا د ۲۰۱۶ کال د اولمپیک په لوبو کې او اوس د برازیل د اولمپیک لوبو مسافر دی.
هغه په افغانستان کې د شاهپور امیري او فیرزو سخي زاده تر نظر لاندې خپل تمرینونه په حرفهيي توګه په مخ وړي دي.
افغان ځغاستوونکی د نړۍ تر ټولو چټک ځغاستوونکی «اوسین بولټ»خپل الګو بولي.
په دې اړه مو اندونه