د منډې په برخه کې د هېواد لوبغاړې کیمیا یوسفي د ۲۰۱۶ کال د ریو المپیک په لوبو کې به ګډون وکړي.
د هېواد دغه غوره منډې وهوونکې د کډوالۍ پر مهال په مشهد کې نړۍ ته راغلې ده.هغه د کندهار ولایت ده او اوس له خپلې کورنۍ سره په ایران کې ژوند کوي.
۲۱ کلنه کیمیا درې کاله کېږي چې د افغانستان د منډو په برخه کې د ملي لوبډلې غړیتوب لري.
هغه له یو متر او ۶۵ ساتني ونې او ۴۷ کیلو ګرامه وزن سره په هغو سیالیو کې چې څو میاشتې وړاندې په کابل کې د برازیل د المپیک د غوراوي لپاره په لاره اچول شوې وې د ریکارډ په ثبتولو سره وتوانېده چې ۲۰۰ متره واټن په ۲۰ ثانیو او د ثانیې ۳۰ سلمې سره پای کرښې ته ورسېږي.
د هېواد دغې ملي لوبغاړې تراوسه دوه ځله د هېواد د ملي لوبډلې له غړیتوب سره په ۲۰۱۳ کال کې د ایران د فجر په جام او په ۲۰۱۶ کال کې د هند کې د سوېلي اسیا د المپيک په لوبو کې ګډون کړی دی.
کیمیا یوسفي د منډو لوړنۍ زده کړې په ایران کې د پیاوړې افغان روزنکې پریما احمدي څخه زده کړې دي.
هغه وايي چې دغه سپورټ ته د هغې یوازینۍ تشویق کوونکې د هغې مور ده.
کیمیا د غوره ژوند او هېواد ته د وړیا د ترلاسه کولو لپاره، د سپورټ نړۍ ته ننوته او د منډې په برخه کې د بریاوو لوړو څوکو ته د رسېدو لپاره له ایران څخه د اتلتیک اتله مریم طوسي خپله الګو بولي.
د هېواد دغه لوبغاړې اوس د افغانستان د ملي لوبډلې په ترکیب کې د منډو په ۱۰۰ او ۲۰۰ متره واټن سیالیو کې د کډون لپاره برازیل ته تللې ده.
په دې اړه مو اندونه